13 او نۀ دوئ تا ته زما خلاف دا اِلزام ثابتولے شى.
خو کله چې هغه د بنيامين دروازې ته ورسېدو، نو هلته د چوکيدارانو آفسر د اِرياه په نوم چې د شلمياه زوئ او د حننياه نمسے وو هغه ونيولو. او ورته يې ووئيل، ”تۀ بګوړه شوے يې او د بابليانو سره ملګرے کېږې.“
آخر هغه کسانو دا ووئيل چې، ”دې طريقې سره به مونږ په دانيال هيڅ قِسمه اِلزام ونۀ لګولے شُو. خو يوه خبر ده چې د اِلزام باعث جوړېدے شى يعنې د هغۀ د خُدائ پاک د شريعت په حقله.“
کله چې هغه حاضر شو نو د يروشلم نه راغلى يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او په هغۀ يې سخت رنګارنګ اِلزامونه ولګول، خو هغه يې ثابت نۀ کړے شول.
خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.