12 زۀ دوئ د چا سره د خُدائ په کور کښې يا په عبادتخانې کښې يا په ټول ښار کښې په بحث کولو يا د خلقو په بلوه کولو نۀ يم ليدلے.
چې هغوئ مريدانو ته واپس راغلل نو ګڼ خلق يې ورسره وليدل چې په کښې د شرعې عالمان هم وُو او بحث يې ورسره کولو.
نو تۀ زما نه تپوسونه ولې کوې؟ هغوئ نه تپوس وکړه چا چې هغه اورېدلى دى څۀ چې ما هغوئ ته وئيلى دى، هغوئ ته پته ده چې ما څۀ وئيلى دى.“
کله چې ما دا کول نو دوئ زۀ د خُدائ په کور کښې وليدلم چې د پاکوالى رسم مې پوره کولو. ما سره نۀ څۀ ګڼه وه او نۀ کومه اله ګوله وه. خو د آسيه د صُوبې څۀ يهوديان هلته وُو.
دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے.
خو پولوس په خپلې صفائى کښې ووئيل چې، ”ما د يهوديانو د شريعت، د خُدائ د کور يا د قيصر په خلاف څۀ جرم هم نۀ دے کړے.“
درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.