1 پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله.
ګوره بدعمله خپله لينده راکاږى او غشى ويشتو ته برابروى، او د پټ ځائ نه په نېکانو باندې يې ورَوى.
فوجى آفسران، معتبر کسان، مشيران، ماهر کاريګران او جادوګران واخلى.
نو په يوه مقرره ورځ هيروديس خپل شاهى لباس واچولو، او په تخت کښېناستو او هغوئ ته يې تقرير شروع کړو.
کله چې اووۀ ورځې پوره کېدې نو د آسيه صوبې يهوديانو پولوس د خُدائ په کور کښې وليدلو. هغوئ ټوله ګڼه ولمسوله او هغه يې ونيولو،
بيا مشر اِمام حنانياس پولوس سره ولاړو خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په خولۀ يې ووهئ.“
پولوس له هم د سورلۍ بندوبست وکړئ چې هغه پرې سور شى او هغه صحيح سلامت فِليکس ګورنر ته ورسوى.“
کله چې زۀ خبر شوم چې د دۀ خلاف سازش جوړ شوے دے، نو ما دے سمدستى تا له درولېږلو او مدعيانو ته مې هم حکم ورکړو چې د دۀ په خلاف خپله مقدمه تاسو ته وړاندې کړى.“
کله چې هغوئ قيصريه ته راغلل نو خط يې ګورنر له ورکړو او پولوس يې هم د هغۀ په وړاندې پېش کړو.
هغۀ ووئيل چې، ”زۀ به ستا مقدمه هله اورم کله چې ستا مدعيان راورسى.“ بيا هغۀ حُکم وکړو چې هغه دې د هيروديس په قلعه کښې وساتلے شى.
تۀ د دې خبرې په خپله معلومات کولے شې چې تقريباً دولس ورځې هم نۀ کيږى چې زۀ يروشلم ته عبادت له تلے وم.
کله چې پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس مقدمه داسې شروع کړه، وئيل يې چې، ”صاحبه، ستا په وجه مونږ په پوره امن ژوند تېروو او ستا د خيال کولو په سبب په دې صوبه کښې د ترقۍ کارونه روان دى.
کله چې زۀ په يروشلم کښې وم نو مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو ما ته د هغۀ په حقله اِطلاع راکړه او د هغۀ خلاف يې د سزا د حکم کولو سوال وکړو.
هلته ورته مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو د پولوس خلاف مقدمه پېش کړه.
اے وروڼو او خوېندو، کله چې زۀ تاسو له راغلم او په تاسو کښې مې د خُدائ پاک د راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ د اوچتې درجې تقرير يا د حِکمت په زور نۀ وو.
زما د بيان او د زيرى د اثر وجه د حِکمت او په مائل کوونکو خبرو نۀ وو بلکې هغه د خُدائ پاک د روح او د قدرت د مخه ثابت وو،