5 او پولوس ووئيل چې، ”زما وروڼو، ما ته پته نۀ وه چې هغه مشر اِمام دے. ځکه چې صحيفې وائى چې، تاسو د خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.“
د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.
په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بدرد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بدرد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.
خو څوک چې نزدې ولاړ وو وئ وئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د مشر اِمام بېعزتى کوې څۀ؟“
د يو څو کالونو د غېر حاضرۍ نه پس زۀ خپل قام ته د خېرات ورکولو او د نذرانو پېش کولو دپاره راغلے يم.
خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى.