35 هغۀ ووئيل چې، ”زۀ به ستا مقدمه هله اورم کله چې ستا مدعيان راورسى.“ بيا هغۀ حُکم وکړو چې هغه دې د هيروديس په قلعه کښې وساتلے شى.
او هغوئ هغه د ډيګۍ نه په پړو راوويستلو. او بيا يرمياه د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.
د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيتلحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل
هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيتلحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.
هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اورېدو سره پرېشانه شول.
بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې ترې راچاپيره کړه.
بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.
کله چې زۀ خبر شوم چې د دۀ خلاف سازش جوړ شوے دے، نو ما دے سمدستى تا له درولېږلو او مدعيانو ته مې هم حکم ورکړو چې د دۀ په خلاف خپله مقدمه تاسو ته وړاندې کړى.“
پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله.
بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم.
کۀ د هغوئ زما خلاف څۀ شکايت وى نو هغوئ دې د اِلزام لګولو دپاره تاسو ته حاضر شى.
بيا فِليکس څوک چې د دې لارې د عقيدې نه ښۀ خبر وو، په دې وينا مقدمه ملتوى کړه چې، ”کله چې لسياس کمان آفسر دلته راشى نو زۀ به ستا د مقدمې فېصله واورم.“
بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چې، ”پولوس په قېد کښې وساتئ خو سختې ته يې مۀ نيسئ او د دۀ په دوستانو کښې هيڅوک هم د دۀ د ضرورتونو پوره کولو نه مۀ منع کوئ.“
ما هغوئ ته جواب ورکړو چې دا د روميانو دستور نۀ دے چې مجرم د هغۀ مدعيانو ته وسپارى ترڅو چې مجرم ته د مدعيانو په مخامخ د صفائى پېش کولو موقع ورنۀ کړى.