Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 23:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 خط يې ولوستو، هغۀ د پولوس نه تپوس وکړو چې تۀ د کومې صوبې اوسېدونکے يې. او کله چې ګورنر خبر شو چې هغه د کلکيه اوسېدونکے دے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 23:34
9 Iomraidhean Croise  

د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو.


نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو.


نو د دانيال په خواست سره بادشاه شدرک، ميشک، او عبدنجو د بابل د صوبې په انتظاميه کښې آفسران مقرر کړل، او په خپله دانيال په شاهى دربار کښې پاتې شو.


داريوس دا فېصله وکړه چې ټوله بادشاهى په يو سل او شل صوبو باندې تقسيم کړى، او هغۀ لوئ آفسران مقرر کړل چې په هره صوبه حکمرانى وکړى.


کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”ولې دا سړے ګليلى دے څۀ؟“


هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.


پولوس جواب ورکړو چې، ”زۀ يهودى يم او د کلکيه د ترسس يم، او د دغه اهم ښار مقامى اوسېدونکے يم. ما ته اجازت راکړه چې دې خلقو ته خبرې وکړم.“


قيصريه صوبې ته د رسېدو نه درې ورځې پس فِستوس ګورنر يروشلم ته لاړو.


د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan