3 په دې پولوس هغۀ ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک به تا ووهى، اے مکاره، تۀ ناست يې چې د شريعت په مطابق زما فېصله وکړې، او اوس تۀ د شريعت خلاف زما د وهلو حُکم ورکوې څۀ؟“
بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورنزدې شو، په مخ يې څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستا خيال دا دے څۀ چې د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره يې خبرې کړې دى؟“
بېاِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى، چې د قانون په نوم لا قانونيت جوړوى؟
د دې نه علاوه ما دا هم وکتل، چرته چې مونږ د اِنصاف توقع کوله هلته بدعملى وه، چرته چې مونږ د صداقت توقع کوله هلته بدعملى وه.
د عدالت په فېصلو کښې د بېاِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.
د ناپ، تول، يا د مِقدار د غلطو حسابونو لګولو په وجه هيڅ څوک مۀ غولوئ.
تاسو هغه څوک يئ چې اِنصاف په ګنډير بدلوئ او صداقت په زمکه راغورزوئ.
بيا اناس عيسىٰ مشر اِمام کائفس ته تړلے ولېږلو.
”ولې شريعت مونږ ته دا اجازت راکوى څۀ چې ترڅو د يو کس بيان په خپله وانۀ ورُو او هغۀ ته د خبرو موقع ورنۀ کړُو نو ولې هغه مونږ مجرم کولے شُو څۀ؟“
خو څوک چې نزدې ولاړ وو وئ وئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د مشر اِمام بېعزتى کوې څۀ؟“