27 دا سړے يهوديانو نيولے وو او هغوئ وژلو خو چې زۀ خبر شوم چې هغه مقامى رومى دے، نو زۀ سپاهيانو سره ورغلم او دے مې بچ کړو.
کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“
دۀ د خُدائ د کور د بېحرمتۍ کوشش هم وکړو، نو بيا مونږ هغه ګرفتار کړو.