24 پولوس له هم د سورلۍ بندوبست وکړئ چې هغه پرې سور شى او هغه صحيح سلامت فِليکس ګورنر ته ورسوى.“
ما هيچا ته هغه خبره ونۀ کړه چې کومه خُدائ پاک زما په زړۀ کښې د يروشلم په حقله اچولې وه. بيا په نيمه شپه زۀ پاڅېدم او بهر لاړم، يو څو ملګرى مې ځان سره کړل. مونږ صِرف يو ځناور د ځان سره بوتلو، دا هغه خر وو چې په کوم زۀ سور وم.
دا فرمان د فارس په ټول سلطنت کښې په هغه ورځ عملى کولے شو چې کومه د يهوديانو د وژلو دپاره مقرره وه، دا د دولسمې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ وه.
بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.
هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو.
د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو.
هغۀ يو خط هم ورته داسې وليکلو چې،
”د کلوديوس لسياس نه معزز ګورنر فِليکس ته سلام.
کله چې هغوئ قيصريه ته راغلل نو خط يې ګورنر له ورکړو او پولوس يې هم د هغۀ په وړاندې پېش کړو.
پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله.
بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم.
صاحِبه، مونږ دا خبره په هر ځائ او هر چرته په پوره شُکر ګزارۍ سره منو.
هغوئ هلته ډيرې ورځې پاتې شول نو فِستوس د پولوس مقدمه بادشاه ته وړاندې کړه او وې وئيل چې، ”مونږ سره يو سړے دے چې فِليکس په قېدخانه کښې پرېښے دے.