23 بيا کمان آفسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې، ”نن شپه نهۀ بجې قيصريه ته د تلو دپاره دوه سوه فوجيان، اويا د آسونو سوارۀ او دوه سوه نېزه بازان تيار کړئ.
عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه روان وو او د مريدانو خوا ته راغلو.
بختور دى هغه خادِمان کله چې د هغوئ مالِک په نيمه شپه او يا سحر سبا راشى او هغه دوئ بېدار ووينى.
نو کمان آفسر هغه ځوان رُخصت کړو او ورته يې حکم ورکړو چې، ”چا ته ونۀ وائى چې تا ما ته دا اِطلاع راکړې ده.“
نو د حُکم په مطابق فوجيانو پولوس بوتلو او د شپې يې انتيپترس ښار ته راوستو.
په بله ورځ هغوئ د آسونو سوارۀ د هغۀ سره د مخکښې تلو دپاره پرېښودل او هغوئ قلعې ته راواپس شول.
کله چې هغوئ قيصريه ته راغلل نو خط يې ګورنر له ورکړو او پولوس يې هم د هغۀ په وړاندې پېش کړو.
خو لسياس کمان آفسر په مينځ کښې راغلو او دا سړے يې په زبردستۍ سره زمونږ د لاسه وويستو.
خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.