Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 23:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 23:21
11 Iomraidhean Croise  

د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بې‌اِنصافى مۀ کوئ.


او په دې اِنتظار وُو چې هغه په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.


ما پوره په عاجزۍ او ژړا سره د مالِک خِدمت وکړو او د يهوديانو سازشونه او آزمېښتونه چې په ما راغلل هغه مې وزغمل.


نو کمان آفسر هغه ځوان رُخصت کړو او ورته يې حکم ورکړو چې، ”چا ته ونۀ وائى چې تا ما ته دا اِطلاع راکړې ده.“


او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو.


ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشته‌دار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم.


زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېر‌يهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan