20 هغۀ ووئيل چې، ”يهوديانو سازش کړے دے چې تا ته عرض وکړى چې سبا له تۀ پولوس د جرګې په وړاندې پېش کړه او د دوئ بهانه دا ده چې د هغۀ د مقدمې پوره پوره تحقيقات کوُو.
وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.
په بله ورځ کمان آفسر غوښتل چې صحيح معلومات تر لاسه کړى چې يهوديانو ولې په پولوس اِلزام ولګولو. هغۀ پولوس آزاد کړو او مشرانو اِمامانو او ټولې اولسى جرګې ته يې حُکم ورکړو چې، ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته راوستلو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.
پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“
کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“
کله چې زۀ خبر شوم چې د دۀ خلاف سازش جوړ شوے دے، نو ما دے سمدستى تا له درولېږلو او مدعيانو ته مې هم حکم ورکړو چې د دۀ په خلاف خپله مقدمه تاسو ته وړاندې کړى.“
بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“