Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 23:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نو صوبه دار هغه د ځان سره بوتلو او کمان آفسر له يې ور وستو. او وې وئيل چې، ”قېدى پولوس زۀ راوبللم او راته يې ووئيل چې دا ځوان تا ته درولم ځکه چې دے تا ته څۀ ضرورى خبره کول غواړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 23:18
11 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ د هغۀ په زړۀ پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”شمعونه. زۀ تا ته څۀ وئيل غواړم.“ هغۀ ووئيل چې، ”ووايه مالِکه.“


نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو.


خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو،


بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو او وې وئيل چې، ”دا ځوان کمان آفسر ته بوځه، ځکه چې دے ورته څۀ ضرورى خبره کوى.“


کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“


کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول.


درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.


هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېر‌يهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم.


نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.


خو زۀ تا ته د مينې په بنياد مِنت کوم او زۀ پولوس دا د يو بوډا سړى په طور او هم د عيسىٰ مسيح د يو قېدى په حيثيت کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan