17 بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو او وې وئيل چې، ”دا ځوان کمان آفسر ته بوځه، ځکه چې دے ورته څۀ ضرورى خبره کوى.“
هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو.
کله چې صوبه دار دا واورېدل نو هغه کمان آفسر ته ورغلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو مقامى رومى دے.“
خو د پولوس خوريے د هغوئ د سازش نه خبر شو. نو هغه لاړو او قلعې ته ننوتو او پولوس ته يې د هغوئ د سازش ووئيل.
نو صوبه دار هغه د ځان سره بوتلو او کمان آفسر له يې ور وستو. او وې وئيل چې، ”قېدى پولوس زۀ راوبللم او راته يې ووئيل چې دا ځوان تا ته درولم ځکه چې دے تا ته څۀ ضرورى خبره کول غواړى.“
بيا کمان آفسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې، ”نن شپه نهۀ بجې قيصريه ته د تلو دپاره دوه سوه فوجيان، اويا د آسونو سوارۀ او دوه سوه نېزه بازان تيار کړئ.