14 هغوئ مشرانو اِمامانو او د جرګې مشرانو له ورغلل او وې وئيل چې، ”مونږ په خپلو کښې پوخ قَسم کړے دے چې تر هغې به نۀ څۀ خورو او نۀ څۀ څښو ترڅو چې مونږ پولوس مړ نۀ کړُو.
د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.
آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ ته سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
اِمامانو او خلقو سره به يو شان سلوک کيږى، زۀ به اوس خلقو او اِمامانو دواړو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکوم.
د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.
په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى.
د څلوېښتو کسانو نه زيات په دې سازش کښې شامل وو.
هغۀ ووئيل چې، ”يهوديانو سازش کړے دے چې تا ته عرض وکړى چې سبا له تۀ پولوس د جرګې په وړاندې پېش کړه او د دوئ بهانه دا ده چې د هغۀ د مقدمې پوره پوره تحقيقات کوُو.
نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“