Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 23:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 23:12
33 Iomraidhean Croise  

هغوئ هغه د لرې نه وليدو او د هغۀ د رسېدو نه مخکښې يې د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او د هغۀ د وژلو فېصله يې وکړه.


نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“


هغۀ ووئيل، ”کۀ نن ورځ د اليشع سر د بدن نه لرې نۀ شى نو خُدائ پاک دې ما د ورځې د ختمېدو سره ووژنى.“


مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شُو او ومو وئيل چې مونږ کۀ قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروو، هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو.


خو مردکى د دې منصوبې نه خبر شو او دا خبر يې مَلِکه اِستَر ته ورسولو. بيا هغې بادشاه ته ووئيل چې مردکى زۀ د دې نه خبر کړې يم.


د ځان په حقله ما د ډېرو افواګانې واورېدلې، او د هرې خوا نه په يرو کښې راګېر شوم. زما د ختمولو منصوبې دشمن جوړې کړې.


زۀ د هغه بې‌ګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو او ستاسو ښځو ووئيل چې، مونږ به ضرور خپلې وعدې پوره کوُو او آسمانې مَلِکې ته به د خوشبو سوزولو او د څښلو نذرانې پېش کوُو. نو تاسو چې څۀ کول نو هغه وکړئ او خپله وعده او منښته هغې ته پوره کړئ.


کۀ په چا باندې د مرګ فېصله شوې وى نو هغه به خامخا وژلے شى او واپس به نۀ شى اخستلے.


او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسو او مړ يې کړُو.


په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو.


ټولو خلقو په يو آواز چغې کړې چې، ”د دۀ خُون دې زمونږ او زمونږ د اولاد په غاړه وى.“


د څلوېښتو کسانو نه زيات په دې سازش کښې شامل وو.


هغوئ مشرانو اِمامانو او د جرګې مشرانو له ورغلل او وې وئيل چې، ”مونږ په خپلو کښې پوخ قَسم کړے دے چې تر هغې به نۀ څۀ خورو او نۀ څۀ څښو ترڅو چې مونږ پولوس مړ نۀ کړُو.


نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“


کله چې زۀ خبر شوم چې د دۀ خلاف سازش جوړ شوے دے، نو ما دے سمدستى تا له درولېږلو او مدعيانو ته مې هم حکم ورکړو چې د دۀ په خلاف خپله مقدمه تاسو ته وړاندې کړى.“


او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو.


د ډېرو ورځو تېرېدو نه وروستو يهوديان راغونډ شول او د ساؤل د مرګ سازش يې وکړو.


هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو


څوک چې د مالِک سره مينه نۀ کوى په هغوئ دې لعنت وى، مالِکه راورسه.


زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېر‌يهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،


مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“


ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.


په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“


خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.


څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“


بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan