Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 23:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 23:10
16 Iomraidhean Croise  

ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى، زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.


ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړى، هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړى.


تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ.


څنګه چې يې پولوس قلعې ته بوتلو نو هغۀ کمان آفسر ته ووئيل چې، ”زۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ښه. تا ته يونانى هم درځى؟


نو کمان آفسر حُکم وکړو چې، ”پولوس قلعې ته واپس بوځئ،“ او هدايت يې ورکړو چې، ”په کوړو وهلو ترې بيان واخلئ او دا وجه ترې معلومه کړئ چې د هغۀ خلاف دا هنګامه ولې راپورته شوې ده.“


خو د پولوس خوريے د هغوئ د سازش نه خبر شو. نو هغه لاړو او قلعې ته ننوتو او پولوس ته يې د هغوئ د سازش ووئيل.


دا سړے يهوديانو نيولے وو او هغوئ وژلو خو چې زۀ خبر شوم چې هغه مقامى رومى دے، نو زۀ سپاهيانو سره ورغلم او دے مې بچ کړو.


ما دا غوښتل چې دا جُرم معلوم کړم چې هغوئ پرې د کوم اِلزام لګولے دے. نو ما پولوس د هغوئ جرګې ته بوتلو.


په بله ورځ هغوئ د آسونو سوارۀ د هغۀ سره د مخکښې تلو دپاره پرېښودل او هغوئ قلعې ته راواپس شول.


خو لسياس کمان آفسر په مينځ کښې راغلو او دا سړے يې په زبردستۍ سره زمونږ د لاسه وويستو.


زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېر‌يهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،


اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.


خو کۀ ستاسو په خپلو زړُونو کښې سخته کينه او خود غرضى وى، نو فخر پرې مۀ کوئ او مۀ د حق خلاف دروغ وايئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan