6 کله چې زۀ په لار دمشق ته ورنزدې شوم، د غرمې وخت وو چې ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګېرچاپېره وځلېده.
هلته هغۀ فوجيان په ډلو کښې تقسيم کړل او د شپې يې په دشمن حمله وکړه او هغوئ له يې شکست ورکړو، هغه د دمشق شمالى طرف ته تر حوبه پورې په هغوئ پسې وو،
خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما خو خپل بچى هم نشته او دغه د دمشق اِلىعزر زما وارث دے.
بيا هغۀ په هغه علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او محصُول يې ورکولو. مالِک خُدائ په هر ځائ کښې داؤد له فتح ورکوله.
نو سپوږمۍ به توره شى او د نمر رڼا به کمه شى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به حکومت کوى. هغه به په يروشلم کښې د صيون په غرۀ باندې د مشرانو په وړاندې شان او شوکت سره بادشاهى کوى.
او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.
زۀ په زمکه راپرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې وئيل چې ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟
بيا لويه غوغا جوړه شوه او د فريسيانو د فرقې ځينې د شرعې عالمان راپاڅېدل او په کلکه يې ووئيل چې، ”مونږ په دې سړى کښې هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چې يوې فرښتې يا روح ورسره خبرې کړې وې.“
د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بېمودې پېدا شوے يم.
او هغۀ په ښى لاس کښې هغه اووۀ ستورى نيولى وُو او د هغۀ د خولې نه يوه تېزه دوه مخيزه تُوره راوتلې وه او د هغۀ مخ د تېز نمر په شان ځلېدو.