28 کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ما خو په لوئ قيمت دا مقامى حق اخستے دے.“ پولوس ورته ووئيل ”خو دا زما قومى حق دے.“
کمان آفسر پولوس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ رښتيا مقامى رومى يې څۀ؟“ او هغۀ ووئيل چې، ”آو.“
نو سمدستى هغه څوک چې د هغۀ نه تفتيش کوونکى وُو د هغۀ نه وروستو شول، او کمان آفسر هم وويرېدو ځکه چې هغۀ ته پته ولګېده چې پولوس مقامى رومى دے او هغۀ تړلے دے.
نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بېخُدايه ژوند کولو.
نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ