26 کله چې صوبه دار دا واورېدل نو هغه کمان آفسر ته ورغلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو مقامى رومى دے.“
نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو.
خو کله چې هغوئ هغه د وهلو دپاره وتړلو نو پولوس هلته ولاړ صوبه دار ته ووئيل چې، ”ولې دا ستا دپاره جائز دى چې تۀ يو مقامى رومى په کوړو وهې چې جرم پرې ثابت نۀ وى؟“
کمان آفسر پولوس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ رښتيا مقامى رومى يې څۀ؟“ او هغۀ ووئيل چې، ”آو.“
نو سمدستى هغه څوک چې د هغۀ نه تفتيش کوونکى وُو د هغۀ نه وروستو شول، او کمان آفسر هم وويرېدو ځکه چې هغۀ ته پته ولګېده چې پولوس مقامى رومى دے او هغۀ تړلے دے.
دا سړے يهوديانو نيولے وو او هغوئ وژلو خو چې زۀ خبر شوم چې هغه مقامى رومى دے، نو زۀ سپاهيانو سره ورغلم او دے مې بچ کړو.