24 نو کمان آفسر حُکم وکړو چې، ”پولوس قلعې ته واپس بوځئ،“ او هدايت يې ورکړو چې، ”په کوړو وهلو ترې بيان واخلئ او دا وجه ترې معلومه کړئ چې د هغۀ خلاف دا هنګامه ولې راپورته شوې ده.“
بيا پيلاطوس عيسىٰ بوتلو او په کوړو يې ووهلو.
خو پولوس آفسرانو ته ووئيل چې، ”باوجود د دې چې مونږ سره د روم شهريت دے خو هغوئ مونږ د خلقو په وړاندې بېګناه بېخطا ووهلو. او مونږ يې قېد کړو او اوس مو په پټه وباسى څۀ؟ بلکل نه، هغوئ دې په خپله راشى او مونږ دې بهر کړى.“
په ګڼه کښې چا يوه چغه وهله او چا بله. او کله چې هغۀ د الې ګولې په وجه اصل حقيقت معلوم نۀ کړے شو نو حُکم يې ورکړو چې، ”دے قلعې ته دننه کړئ.“
څنګه چې يې پولوس قلعې ته بوتلو نو هغۀ کمان آفسر ته ووئيل چې، ”زۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ښه. تا ته يونانى هم درځى؟
کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“
دا سړے يهوديانو نيولے وو او هغوئ وژلو خو چې زۀ خبر شوم چې هغه مقامى رومى دے، نو زۀ سپاهيانو سره ورغلم او دے مې بچ کړو.
کله چې هغوئ زما تحقيقات وکړل نو روميانو غوښتل چې ما آزاد کړى ځکه چې زما په مقدمه کښې ما ته د مرګ د سزا د ورکولو هيڅ وجه نۀ وه.
ښځو خپل مړى بيا ژوندى وموندل. ځينو په ځان وهل ټکول تير کړل، رهائى يې منظوره نۀ کړه، د دې دپاره چې هغوئ ته بهتر قيامت حاصل شى.