23 او هغوئ لا نورې چغې کړې، خپلې جامې يې وشلولې او خاورې يې بره نوستلې.
نو داؤد او د هغۀ سړى په لاره روان وُو. سِمعى هم په نزدې غر باندې روان وو، هغۀ کنځلې کولې او په روانه کښې يې هغوئ په کاڼو ويشتل او خاورې يې پرې اچولې.
کله هم چې کم عقل په لاره روان وى نو صفا پته لګى چې هغه بېوقوف دے.
عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.
ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.
تاسو ته د فرښتو په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو پرې عمل ونۀ کړو.“
بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې.