22 تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“
خو هغوئ ټولو په جمع شور جوړ کړو، ”دا سړے ختم کړه. مونږ ته برابا آزاد کړه.“
هغوئ چغې سورې جوړې کړې، ”بو يې ځئ، بو يې ځئ. په سولۍ يې کړه.“ پيلاطوس هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو بادشاه په سولۍ کړم څۀ؟“ مشرانو اِمامانو جواب ورکړو چې، ”زمونږ خو د قيصر نه بغېر بل بادشاه نشته.“
د خلقو ګڼه ورپسې وه او دا چغې يې وهلې چې، ”دے مړ کړئ.“
بيا فِستوس ووئيل چې، ”اے اګريپا بادشاه او مونږ سره موجودو ټولو حاضرينو، تاسو دا سړے وينئ د چا په حقله چې ټولو يهوديانو دلته او په يروشلم کښې ما ته خواست کړے دے او دا چغې يې وهلې چې دے نور د ژوندى پاتې کېدو قابل نۀ دے.
ځکه چې هغوئ مونږ غېريهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.