18 او عيسىٰ مې وليدو چې ما ته فرمائى چې زر کوه او سمدستى د يروشلم نه اوځه، ځکه چې دوئ به زما په حقله ستا ګواهى قبوله نۀ کړى.
خو کۀ چرې څوک تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه کور يا ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ.
کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.
نو بيا هغه څوک چې په يهوديه کښې دى، غرونو ته دې وتښتى. او څوک چې په ښار کښې وى، هغوئ دې د ښار نه بهر وځى او څوک چې د ښار نه بهر په کلو کښې وى هغوئ دې ښار ته نۀ ځى.
نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.
هغۀ د يونانى يهوديانو سره بحث مباحثه کوله، خو هغوئ د هغۀ د وژلو کوشش وکړو.
ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟