17 کله چې زۀ يروشلم ته واپس راغلم او ما د خُدائ په کور کښې دُعا کوله نو زۀ بېخوده شوم.
زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېريهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى.
د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.
بيا درې کاله پس د پطروس سره د ملاقات دپاره زۀ يروشلم ته لاړم او پينځلس ورځې مې هغۀ سره تېرې کړې.
لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکښې په لنډه توګه وليکل دا هغه راز دے چې خُدائ پاک په خپله د الهام په وسيله ما ته وښودلو.
او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.