10 نو ما ورته ووئيل چې مالِکه، زۀ څۀ وکړم؟ مالِک جواب راکړو چې پاڅه. او دمشق ته لاړ شه او هلته به تا ته ټول کارونه ووئيلے شى، کوم چې ستا دپاره مقرر شوى دى.
نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“
بيا هغۀ هغوئ بهر راوويستل او وې وئيل چې، ”اے صاحبانو، زۀ څۀ وکړم چې خلاصون حاصل کړم؟“
چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“
هر کله چې زۀ د رڼا شُغلې ړوند کړم نو زما ملګرو زۀ د لاسه ونيولم او دمشق ته يې بوتلم.
خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“