Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 21:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د صور نه زمونږ سفر جارى وو او بيا مونږ پتوليمَس ته راغلو، او مونږ د ايماندارانو سره مِلاو شُو او د هغوئ سره د يوې ورځې دپاره پاتې شُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 21:7
13 Iomraidhean Croise  

کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بې‌دينه هم کوى.


په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،


نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.


کله چې هغه په قيصريه کښې د جهاز نه کوز شو نو هغه يروشلم ته لاړو او د جماعت د خلقو سره مِلاو شو او بيا اَنطاکيه ته واپس شو.


مونږ چې هلته يو څو ورځو دپاره ايسار وُو نو د يهوديه نه اګابوس نومې يو نبى راغلو.


کله چې مونږ يروشلم ته راورسېدو ايماندارانو وروڼو راته تود هرکلے ووئيلو.


هغوئ سره د مِلاوېدو نه پس پولوس ورته هغه هر څۀ چې خُدائ پاک د هغۀ د خِدمت په وسيله په غېر‌يهوديانو کښې کړى وُو يو يو په تفصيل سره بيان کړل.


مونږ په لاره کښې د قبرص جزيره وليده او ترې نه په ګس لاس تير شُو. مونږ شام ته سفر جارى وساتلو او په صور کښې کوز شُو ځکه چې هلته يې د کشتۍ نه سامان کوزولو.


د څو ورځو تېرېدو نه پس اګريپا بادشاه او بِرنيکى قيصريه ته راغلل چې فِستوس ته هرکلے ووائى.


مونږ په سرکوسه ښار کښې کوز شُو او هلته مو درې ورځې تېرې کړې.


خپلو ټولو مشرانو او ټولو مقدسينو ته سلام ووايئ. د اِټلى ايمانداران وروڼه تاسو ته سلام کوى.


هغوئ به په تاسو سلام واچوى او دوه روټۍ به درته پېش کړى، هغه تاسو قبولې کړئ.


او چې څنګه يې نذرانه ختمه کړه، نو سموئيل راورسېدو. ساؤل هغۀ سره مِلاوېدو او ستړى مشى له ورَغلو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan