6 بيا مونږ يو بل سره خُدائ په امانى وکړه او مونږ کشتۍ ته وختلو او هغوئ خپل کور ته واپس لاړل.
نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.
هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.
ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.
هغۀ بيا مريد ته وفرمائيل، ”دغه ستا مور ده.“ د هغه وخت نه پس هغه مريد هغه خپل کور ته بوتله.
نو بيا ټول خپلو کورونو ته واپس لاړل.
خو زما روح آرام ونۀ موندو ځکه چې ما خپل ورور تيطوس هلته ونۀ ليدلو، نو د هغوئ نه مې رُخصت راواخستو او مِکدونيه ته لاړم.