37 څنګه چې يې پولوس قلعې ته بوتلو نو هغۀ کمان آفسر ته ووئيل چې، ”زۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ښه. تا ته يونانى هم درځى؟
ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.
پولوس هغه ګڼې ته تلل غوښتل خو مريدانو پرې نۀ ښودو.
هغوئ سره د مِلاوېدو نه پس پولوس ورته هغه هر څۀ چې خُدائ پاک د هغۀ د خِدمت په وسيله په غېريهوديانو کښې کړى وُو يو يو په تفصيل سره بيان کړل.
په ګڼه کښې چا يوه چغه وهله او چا بله. او کله چې هغۀ د الې ګولې په وجه اصل حقيقت معلوم نۀ کړے شو نو حُکم يې ورکړو چې، ”دے قلعې ته دننه کړئ.“
نو کمان آفسر حُکم وکړو چې، ”پولوس قلعې ته واپس بوځئ،“ او هدايت يې ورکړو چې، ”په کوړو وهلو ترې بيان واخلئ او دا وجه ترې معلومه کړئ چې د هغۀ خلاف دا هنګامه ولې راپورته شوې ده.“
کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“
خو د پولوس خوريے د هغوئ د سازش نه خبر شو. نو هغه لاړو او قلعې ته ننوتو او پولوس ته يې د هغوئ د سازش ووئيل.