35 کله چې پولوس پوړو ته ورسېدو نو د ګڼى د غصه کېدو په وجه هغه سپاهيانو په اوږو کړو،
اے مالِکه خُدايه د بدکارو خبرې ګډې وډې کړه، ځکه زۀ په ښار کښې وينمه ظلم او جنګونه.
نه بلکې تاسو په زړونو کښې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړَوئ، او تاسو په دُنيا کښې شرارت خوروئ.
دا مُلک د زناکارانو نه ډک دے، نو په دې وجه مالِک خُدائ ورباندې لعنت نازل کړے دے نو زمکه اوچه شوې ده او په للمه کښې شينکے اوچ شوے دے. نبيان په بدو لارو روان شوى دى او خپل طاقت په غلطه طريقه استعمالوى.
نو هغۀ باغوان ته ووئيل، ګوره، د تېرو درېو کالو راسې زۀ په دې اينځر کښې د مېوې لټولو په طمع راځم خو هيڅ مېوه په کښې نۀ وى. نو بس دا د بېخه وباسه. دې هسې ځائ نيولے دے؟
کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،
خو لسياس کمان آفسر په مينځ کښې راغلو او دا سړے يې په زبردستۍ سره زمونږ د لاسه وويستو.