Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 21:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 ټول ښار ناقلاره شو او خلق د هر طرف نه په منډه راغلل. هغوئ پولوس ونيولو او د خُدائ د کور نه يې بهر راښکو او سمدستى دروازې بندې شوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 21:30
9 Iomraidhean Croise  

يهويدع نۀ غوښتل چې عتلياه د مالِک خُدائ د کور سره ووژنى، نو هغۀ فوجى آفسرانو له حُکم ورکړو، ”هغه د څوکيدارانو د صفونو په مينځ کښې وباسئ او هغه هر يو کس ووژنئ چې د هغې د بچ کولو کوشش وکړى.“


هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اورېدو سره پرېشانه شول.


کله چې عيسىٰ يروشلم ښار ته ورننوتو نو ټول ښار کښې بلوه جوړه شوه او تپوس يې وکړو چې، ”دا څوک دے؟“


هغوئ پورته شول، هغه يې د ښاريې نه بهر وويستو او د هغه غرۀ سر ته يې بوتلو چې دغه ښاريه پرې آباده وه، مطلب يې دا وو چې د هلته نه يې ښکته وغورزوى.


نو ټول ښار ګډ‌وډ شو او هغوئ د پولوس د سفر ملګرى، د مِکدونيه اوسېدونکى ګايوس او اريسترخوس ونيول او د تماشې ځائ ته يې راوستل.


په دغه وجه يهوديانو زۀ د خُدائ په کور کښې ونيولم او زما د وژلو کوشش يې وکړو.


زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېر‌يهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan