افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِصيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه.
د ستِفانوس د مرګ نه وروستو د ډېرو تکليفونو په وجه ايمانداران خوارۀ وارۀ شول او د هغوئ سر ان تر دې چې فينيکې، قبرص او اَنطاکيه ته ورسېدلو او په دې وخت کښې هغوئ صرف او صرف يهوديانو ته د خُدائ پاک کلام اورولو.