Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 21:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بې‌حرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 21:28
9 Iomraidhean Croise  

دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.


يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)


هغوئ ته ستا په حقله وئيل شوى دى چې تۀ هغه ټولو يهوديانو ته چې په غېر‌يهوديانو کښې اوسى، دا تعليم ورکوې چې د موسىٰ نه راواوړئ. او تۀ هغوئ ته وائې چې خپل بچى مۀ سنتوئ يا زمونږ رِواجونه مۀ کوئ.


کله چې ما دا کول نو دوئ زۀ د خُدائ په کور کښې وليدلم چې د پاکوالى رسم مې پوره کولو. ما سره نۀ څۀ ګڼه وه او نۀ کومه اله ګوله وه. خو د آسيه د صُوبې څۀ يهوديان هلته وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan