Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 21:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هغوئ ته ستا په حقله وئيل شوى دى چې تۀ هغه ټولو يهوديانو ته چې په غېر‌يهوديانو کښې اوسى، دا تعليم ورکوې چې د موسىٰ نه راواوړئ. او تۀ هغوئ ته وائې چې خپل بچى مۀ سنتوئ يا زمونږ رِواجونه مۀ کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 21:21
12 Iomraidhean Croise  

پولوس غوښتل چې تيموتيوس د خپل ځان سره بوځى، او د هغه يهوديانو د خاطره چې هلته اوسيږى هغوئ هغه سنت کړو ځکه چې هغوئ ټولو ته پته وه چې د هغۀ پلار يونانى وو.


نو مونږ څۀ وکړو؟ هغوئ به يقيناً خبر شوى وى چې تۀ راغلے يې.


او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بې‌حرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“


درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.


ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan