Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 21:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغوئ سره د مِلاوېدو نه پس پولوس ورته هغه هر څۀ چې خُدائ پاک د هغۀ د خِدمت په وسيله په غېر‌يهوديانو کښې کړى وُو يو يو په تفصيل سره بيان کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 21:19
13 Iomraidhean Croise  

او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.


هغه زمونږ د قبيلې نه يو وو او په دې خِدمت کښې زمونږ سره ملګرے وو.“


کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېر‌يهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه.


په دې ټوله غونډه چپ شوله او برنباس او پولوس ته يې غوږ کېښودو چا چې هغه نښې او معجزې بيان کړې چې د دوئ په وسيله خُدائ پاک په غېر‌يهوديانو کښې ښکاره کړې وې.


کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل.


خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.


خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.


د رښتينى رسول نښې ستاسو په وړاندې ما په ډېر صبر سره په نښو او په معجزو او عجيبه کارونو ښکاره کړې.


مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.


د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan