17 کله چې مونږ يروشلم ته راورسېدو ايماندارانو وروڼو راته تود هرکلے ووئيلو.
په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،
کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل.
د صور نه زمونږ سفر جارى وو او بيا مونږ پتوليمَس ته راغلو، او مونږ د ايماندارانو سره مِلاو شُو او د هغوئ سره د يوې ورځې دپاره پاتې شُو.
نو بيا څنګه چې مسيح د خُدائ پاک د جلال دپاره ستاسو هرکلے وکړو، هم دغسې تاسو هم د يو بل هرکلے کوئ.