14 بيا چې هغۀ ونۀ منل نو مونږ چُپ پاتې شُو او ومو وئيل چې، ”د مالِک مرضى دې پوره شى.“
قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“
نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ژوند کښې به امن او تحفُظ وى، نو هغۀ ورته ووئيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“
هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“
ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ، اے پلاره، ستا نوم دې پاک وى او ستا بادشاهى دې راشى.
”اے پلاره، کۀ دا چرې ستا رضا وى نو دا پياله زما نه اخوا کړه. زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
کله چې نعومى ته پته ولګېده چې روت د تلو کلکه اراده کړې ده، نو هغې نور څۀ ورته ونۀ وئيل.
نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“