1 کله چې مونږ د هغوئ نه رُخصت شُو او جهاز روان شو، نو مونږ نېغ د قوس جزيرې ته راغلو او په بله ورځ رودوس ته او د هغه ځائ نه پاترا ته لاړُو.
هر کله چې هغۀ خبرې بس کړې نو شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”ژورو اوبو ته لاړ شه او د ښکار دپاره خپل جالونه واچوه.“
يوه ورځ عيسىٰ د خپلو مريدانو سره په کشتۍ کښې سور شو او ورته يې وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“ نو هغوئ روان شول.
بيا مونږ د ادرمتيم ښار په يوه کشتۍ کښې کښېناستو چې د آسيه د صوبې بندرګاهو ته تلو او په سمندر کښې روان شُو. زمونږ په ملګرو کښې د تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چې نوم يې اريسترخوس وو.
چې د هلته نه روان شُو نو په سمندر کښې د تېزې سيلۍ په وجه مونږ د قبرص د جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو ځکه چې هلته هوا کمه لګېده.
اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې مونږ د لږې مودې دپاره ستاسو نه په جسمانى توګه جدا شُو نه چې د زړۀ نه، نو مونږ نور هم ډېر په شوق سره ستاسو د بيا ليدلو کوشش کوُو.