7 د هفتې په اوله ورځ مونږ د روټۍ دپاره راغونډ شوى وُو. پولوس خلقو ته بيان شروع کړو ځکه چې بله ورځ هغۀ غوښتل چې لاړ شى، نو تر نيمې شپې پورې يې خبرې وکړې.
هلته د دروازې سره د جرګې په ځائ کښې هغۀ ورته د سحر وختى نه واخله تر غرمې پورې شريعت لوستلو او هغوئ ټولو ورته په توجو سره غوږ اېښے وو.
تقريباً درې ګينټې هغوئ ولاړ وُو او د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک قانون ورته ولوستلے شو او ورپسې درې ګينټې هغوئ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړو او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت يې وکړو.
کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو.
بيا هغۀ روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه او هغوئ له يې ورکړه او وې فرمائيل، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره ورکړے کيږى. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“
نو بيا هغوئ دواړو ورته د خپلې لارې واقعه بيان کړه چې هغوئ مالِک د روټۍ ماتولو په وخت کښې څنګه وپېژندلو.
د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو.
د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“
اتۀ ورځې پس د هغۀ مريدان بيا په هماغه کور کښې دننه راجمع وُو او توما هم د هغوئ سره موجود وو. اګر کۀ دروازې تالا وې خو عيسىٰ راغلو د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې فرمائيل، ”په تاسو دې سلامتيا وى.“
کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو.
ټولو ايماندارانو خپل ځانونه د رسولانو تعليم، ملګرتيا، په شريکه روټۍ او د دُعا دپاره وقف کړى وُو.
هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو.
بيا پولوس بالاخانې ته وختلو، او د عشاء ربانى د روټۍ ماتولو نه وروستو يې د هغوئ سره تر سحره پورې خبرې وکړې او بيا هغه رُخصت شو.
نو په دې وجه خبردار اوسئ، او دا خبره ياد ساتئ چې ما تر درېو کالو پورې شپه او ورځ په تاسو کښې هر يو ته په ژړا انګولا سره تعليم درکړو.
هغوئ مخکښې لاړل او په ترواس کښې يې زمونږ اِنتظار کولو.
يو زلمے چې يوتخوس نوم يې وو، په کړکۍ کښې ناست وو. د پولوس د خبرو په اوږدېدو سره خوب ورله جوټه ورکړه، او چې خوب يوړو نو د درېم چت نه ښکته زمکې ته پرېوتو. چې راوچت يې کړو نو هغه بيا مړ شوے وو.
هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.
کله چې د عشاء ربانى په وخت کښې مونږ هغه پيالۍ ته برکت ورکوو، ولې هغه د مسيح په وينه کښې شراکت نۀ دے څۀ؟ هغه روټۍ چې مونږ يې ماتوو، ولې هغه د مسيح د بدن شراکت نۀ دے څۀ؟
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
د هرې هفتې په اوله ورځ دې په تاسو کښې هر يو کس د خپلې ګټې نه د خپل ځان سره څۀ نا څۀ جمع کوى، د دې دپاره چې کله زۀ درشم چې د چندې کولو حاجت ما ته نۀ وى.
تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.
او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.