38 هغوئ په دې خبره زيات خفه شول چې هغۀ ووئيل چې دوئ به بيا کله هم د هغۀ مخ ونۀ وينى. بيا هغوئ ورسره تر کشتۍ پورې لاړل.
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
تاسو ټولو او هغه چا ته چې ما د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کړے دے اوس زۀ په دې پوهېږم چې تاسو به کله هم زما مخ بيا ونۀ وينئ.
د قيصريه نه څۀ مريدان هم مونږ سره راغلل او مونږ يې د مناسون کور ته راوستُو چې د قبرص اوسېدونکے وو او پخوانے مريد وو او مونږ د هغۀ سره پاتې شُو.
نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله.
خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.
خپلو ملګرو له دا موقع مۀ ورکوئ چې هغه سپک وګڼى بلکې هغه صحيح سلامت رارُخصت کړئ، زۀ د هغۀ په طمع يم سره د نورو وروڼو.
ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.