Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 20:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 20:34
9 Iomraidhean Croise  

مونږ له اجازت راکړه چې د اُردن سيند ته لاړ شُو نو مونږ هر يو به يو يو تير ووهو، نو د اوسېدو دپاره به يو ځائ جوړ کړُو.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”لاړ شئ.“


پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو.


نو هغۀ خپل دوه مدد کوونکى تيموتيوس او اِراستوس مِکدونيه ته ولېږل او په دې دوران کښې هغه په خپله د څۀ وخت دپاره د آسيه په صُوبه کښې پاتې شو.


نو ټول ښار ګډ‌وډ شو او هغوئ د پولوس د سفر ملګرى، د مِکدونيه اوسېدونکى ګايوس او اريسترخوس ونيول او د تماشې ځائ ته يې راوستل.


په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“


او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو،


اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو.


هغه ټول ملګرى چې ما سره دى تاسو ته سلام وائى. هغوئ ته هم زمونږ سلام وايه چې په ايمان کښې مونږ سره مينه کوى. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan