29 ما ته پته ده چې زما د تلو نه پس به په تاسو کښې داړونکى ليوان راشى او رمه به په امان پرې نۀ ږدى.
خپلې سترګې اوچتې کړه او هغه فوج وګوره چې د شمال د خوا نه راروان دے. ستا هغه ښکلې رَمې اوس چرته دى چې ما تا ته سپارلې وې؟ ستا هغه ګډان چرته دى چې تا به پرې فخر کولو؟
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“
د هغۀ سرکارى آفسران لکه د ليوانو په شان خپل ښکار شلوى، هغوئ وينه تويوى او خلق وژنى چې بېاِنصافه ګټه وکړى.
زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ځکه چې زما د ګډو ښۀ شپونکے نشته نو په دې وجه لوټ شوې او د ټولو ځنګلى ځناورو د خوراک شوې، ځکه چې زما شپونکو زما د رمې لټون ونۀ کړو او زما د رمې په ځائ يې د خپل ځان خيال وساتلو،
کله چې هغوئ راپرېوځى ورته به صرف لږ مدد مِلاو شى، او ډېر چې مخلص نۀ دى ورسره به ملګرى شى.
د دې آفسران غړمبېدونکى زمرى دى، د دې حکمرانان د ماښام ليوانو په شان دى، څوک چې تر سحر پورې خپل ټول ښکار خورى.
افسوس دې په بېکاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.
په خپله لاره ځئ او ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم.
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
خو مزدور چې نۀ شپون وى او نۀ يې ګډې خپلې وى، کله چې هغه ليوۀ په راتلو ووينى نو ګډې په ځائ پرېږدى او وتښتى. ليوۀ رمه راګېره کړى او ګډې خورې ورې کړى.
د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“
د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.
چې د خُدائ پاک د هغه رمې شپونتوب کوئ چې خُدائ تاسو له درکړې ده. دا خدمت د مجبورۍ د مخه مۀ کوئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق په خوشحالۍ سره يې کوئ، او د ناجائزې ګټې دپاره نه، بلکې د زړۀ په شوق سره يې کوئ.
خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.
هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چې په آخره زمانه کښې به داسې خلق وى چې تاسو پورې به ټوقې کوى او د خپلې بېدينۍ په خواهشونو پسې به ګرځى.