21 ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.
”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“
د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“
”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“
نو هغوئ بهر لاړل او دا بيان يې کولو چې توبه ګار شئ.
بلکل نه، زۀ تاسو ته وايم چې، خو کۀ تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.
بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“
زۀ تاسو ته وايم چې د يو ګناه ګار په توبه کولو د خُدائ پاک په فرښتو کښې هم دغه شان خوشحالى کيږى.“
دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې په آسمان کښې هم دا رنګ د يو ګناه ګار په توبه ګار کېدو بېحسابه خوشحالى کيږى، په نسبت د هغه يو کم سلو صادقانو چې د توبې حاجت نۀ لرى.
چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى.
او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى.
خو دا يو څو معجزې ځکه ليکلے شوې دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ چې عيسىٰ هم مسيح، يعنې د خُدائ پاک زوئ دے، او چې د ايمان راوړلو په وسيله تاسو ته د هغۀ په نوم ژوندون مِلاو شى.
څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“
د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېريهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“
هغوئ جواب ورکړو چې، ”په مالِک عيسىٰ باندې ايمان راوړه نو تۀ او ستا خاندان به خلاصون حاصل کړى.“
په تير وختونو کښې خُدائ پاک دا جهالت نظر انداز کړے وو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چې توبه ګار شى.
کله چې په اِفِسوس کښې د دې خبرې ټولو يهوديانو او يونانيانو ته پته ولګېده نو په هغوئ ټولو يره راغله او د مالِک عيسىٰ د نوم لوئى يې بيان کړه.
پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى.
او پطروس په داسې نورو ډېرو خبرو د هغوئ ډاډګيرنه وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”خپل ځانونه د دې خرابې پيړۍ نه وساتئ.“
خو ما ته روحُ القُدس صرف دا يو خبردارے راکوى چې په هر ښار کښې قېد او تکليفونه ستا انتظار کوى.
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
خو څو ورځې پس فِليکس د خپلې ښځې دروسيله سره راغلو څوک چې يهودڼه وه. نو پولوس يې راوغوښتو او په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په حقله يې خبرې ترې نه واورېدلې.
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېريهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى.
هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.
نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.
نو پطروس او يوحنا د ګواهۍ ورکولو او د مالِک د کلام اورولو نه وروستو هغوئ يروشلم ته واپس شول او په لاره کښې يې د سامريې په ډېرو کلو کښې د زيرى تعليم ورکولو.
زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم.
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېريهوديانو دپاره.
ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې.
او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟
بلکې زمونږ دپاره هم وې ځکه چې هغه به مونږ هم صادق وګڼى کۀ مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو،
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
ځکه چې يهوديان د نښو طلب کوى او يونانيان د حِکمت خواهشمند دى.
ځکه چې د خُدائ پاک د مرضۍ غم داسې توبه راپېدا کوى چې اَنجام يې خلاصون دے او په هغې پښېمانه کېدل نشته، خو د دُنيا غم مرګ پېدا کوى.
خو اوس مونږ په دې پوهيږو چې څوک هم د شريعت په عملونو نه، بلکې صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادق کيږى. او مونږ په خپله په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو د دې دپاره چې مونږ په مسيح په ايمان راوړلو سره صادق شُو، نه چې د شريعت په عملونو، ځکه چې د شريعت په عملونو څوک هم صادق کېدے نۀ شى.
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
خو صحيفې فرمائى چې مونږ ټول د ګناه بنديوان يُو، نو کومه د معافۍ وعده چې د عيسىٰ مسيح په ايمان کښې ده، هغه به هغه خلقو له ورکړے شى د چا چې پرې ايمان وى.
نو د کله نه چې زۀ ستاسو د هغه ايمان نه چې په مالِک عيسىٰ مو دے، او د هغې مينې نه چې د ټولو مقدسينو سره يې ساتئ خبر شوم،
کۀ څۀ هم چې زۀ اوس ستاسو نه لرې يم خو په روح کښې تاسو سره يم، او زۀ په دې خوشحاله يم چې تاسو وګورم چې څومره په ښې طريقې سره ژوند تېروئ او په مسيح باندې ستاسو ايمان پوخ او مضبوط دے.
ځکه چې زۀ ستاسو د ټولو مقدسينو سره د مينې او په مالِک عيسىٰ مسيح د ايمان نه خبر يم.
د چا چې دا ايمان وى چې عيسىٰ هم مسيح دے، هغه د خُدائ پاک روحانى بچے دے. او هر څوک چې د پلار سره مينه کوى هغه د هغۀ د بچى سره هم مينه کوى.
هغه څوک دى چې په دُنيا فتح حاصلوى بغېر د هغوئ نه د چا چې په دې ايمان دے چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.