18 کله چې هغوئ ورله راغلل هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ته ښۀ پته ده چې د کومې ورځې نه چې ما د آسيه په زمکه اول قدم کېښودو نو ما تاسو سره څنګه وخت تير کړو.
کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه.
څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل،
تر دوو کالو پورې دا کار روان وو او داسې د آسيه د صوبې ټولو اوسېدونکو يهوديانو او يونانيانو دواړو د مالِک کلام واورېدو.
ځکه چې پولوس دا فېصله کړې وه چې د اِفِسوس نه واوړى نو هغه به د آسيه په علاقه کښې د وخت تېرولو نه بچ شى، هغۀ غوښتل چې څنګه هم کېدے شى چې د پنځوسمې اختر په يروشلم کښې تير کړى.
هغۀ سره د پرحوس زوئ سوپترس د بيريه نه، اريسترخوس او سکندس د تِسالونيکيه نه، ګايوس د دِربے نه، تيموتيوس، او ورسره تخيکوس او تروفيموس د آسيه نه، په سفر کښې ملګرى وُو.
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې.