Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 20:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو پولوس د ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر ولېږلو او د جماعت مشران يې راوبلل چې هغۀ سره مِلاو شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 20:17
15 Iomraidhean Croise  

هغوئ چنده وکړه او مشرانو له يې د برنباس او ساؤل په ذريعه ورولېږله.


هغوئ په هر جماعت کښې مشران مقرر کړل، او په روژه نيولو او دُعا کولو سره يې هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چې يې ايمان راوړے وو.


او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېر‌يهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.


کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل.


نو رسولانو او مشرانو جرګه جوړه کړه چې په خپلو کښې په دې مسئلې مشوره وکړى.


څنګه چې هغوئ د يو ښار نه بل ته تلل نو هغه فرمانونه چې رسولانو او مشرانو پرې په يروشلم کښې فېصله کړې وه، هغه يې ايماندارانو ته اورول چې عمل پرې وکړى.


کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه.


په هغه ورځ مونږ د هغه ځايه روان شُو او د خيوس جزيرې نه تير شُو. او په بله ورځ مونږ ساموس ته ورسېدو او په بل سبا مونږ ميليتوس ته ورسېدو.


د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى.


ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.


کۀ په تاسو کښې څوک بيمار وى نو هغوئ دې د جماعت مشران راوبلى او د هغۀ دپاره دې هغوئ دُعا وغواړى او د مالِک په نوم دې هغوئ په تېلو مسح کړى.


په تاسو کښې چې کوم مشران دى، زۀ هم د هغوئ په شان مشر او د مسيح د مصيبتونو ګواه او په ښکاره کېدونکى جلال کښې شريک يم، او تاسو ته دا خواست کوم،


دا خط د مشر د طرفه هغه منتخب شوې ښځې او د هغې بچو ته دے، چا سره چې زما په رښتيا مينه ده، يواځې زۀ نه، بلکې د هغه ټولو څوک چې د حق نه خبر دى،


د مشر د طرف نه، خوږ ګايوس ته، د چا سره چې زۀ د زړۀ نه مينه کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan