16 ځکه چې پولوس دا فېصله کړې وه چې د اِفِسوس نه واوړى نو هغه به د آسيه په علاقه کښې د وخت تېرولو نه بچ شى، هغۀ غوښتل چې څنګه هم کېدے شى چې د پنځوسمې اختر په يروشلم کښې تير کړى.
چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
کله چې پطروس بهر دروازه وټکوله نو روده نومې نوکره دروازې ته ورغله.
نو هغوئ د فروګيه او ګلتيه په علاقو واوړېدل ځکه چې روحُ القُدس هغوئ د آسيه په صوبه کښې د کلام اورولو نه منع کړى وُو.
کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه.
خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو.
څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل،
نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“
د فسحې اختر نه وروسته د پنځوسمې ورځ لمانځلو دپاره ايمانداران ټول په يو ځائ راجمع شوى وُو،
نو مونږ مخکښې لاړو او په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او اَسوس ته روان شُو، هلته نه پولوس هم جهاز ته راختونکے وو. ځکه چې هغۀ دا بندوبست او نيت کړے وو چې د وچې د لارې نه به لاړ شى.
کله چې هغوئ ورله راغلل هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ته ښۀ پته ده چې د کومې ورځې نه چې ما د آسيه په زمکه اول قدم کېښودو نو ما تاسو سره څنګه وخت تير کړو.
او اوس د روحُ القُدس د غلام په توګه زۀ يروشلم ته روان يم، او هلته چې څۀ ما ته پېښيږى د هغې نه هيڅ خبر نۀ يم،
هغۀ سره د پرحوس زوئ سوپترس د بيريه نه، اريسترخوس او سکندس د تِسالونيکيه نه، ګايوس د دِربے نه، تيموتيوس، او ورسره تخيکوس او تروفيموس د آسيه نه، په سفر کښې ملګرى وُو.
خو د پتيرې روټۍ د اختر نه وروستو مونږ د فيليپى نه په سمندرى جهاز کښې روان شُو او په پينځو ورځو کښې مونږ د هغوئ سره په ترواس کښې يو ځائ شُو او هلته مونږ يوه هفته تيره کړه.
مونږ مريدان وموندل او هلته يوه هفته ورسره ايسار شُو. هغوئ د روحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چې، ”يروشلم ته مۀ ځه.“
د يو څو کالونو د غېر حاضرۍ نه پس زۀ خپل قام ته د خېرات ورکولو او د نذرانو پېش کولو دپاره راغلے يم.
خو زۀ به د پنځوسمې اختر پورې په اِفِسوس کښې پاتې يم.