13 نو مونږ مخکښې لاړو او په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او اَسوس ته روان شُو، هلته نه پولوس هم جهاز ته راختونکے وو. ځکه چې هغۀ دا بندوبست او نيت کړے وو چې د وچې د لارې نه به لاړ شى.
سحر وختى د نمر ختو نه وړاندې عيسىٰ پاڅېدو او بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى بيابان ته لاړو او هلته يې دُعا کوله.
چې هغوئ يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته وختلو چې دُعا وکړى.
کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو.
بيا هغوئ هغه زلمے خپل کور ته ژوندے بوتلو او هغوئ ټول بيا ښۀ مطمئن وُو.
کله چې هغه مونږ سره په اَسوس کښې يو ځائ شُو نو مونږ هغه په جهاز کښې سور کړو او ميتيلينے ته يو ځائ لاړو.
هغوئ مخکښې لاړل او په ترواس کښې يې زمونږ اِنتظار کولو.