Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 2:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 2:7
12 Iomraidhean Croise  

او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“


لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“


عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.


هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“


او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“


هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“


هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“


هغوئ ټول حېران او پرېشانه وُو او يو بل ته يې ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے؟“


نو بيا دا څنګه کېدے شى چې مونږ هر يو د هغوئ نه زمونږ په مورنۍ ژبه خبرې اورو؟


او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan