40 او پطروس په داسې نورو ډېرو خبرو د هغوئ ډاډګيرنه وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”خپل ځانونه د دې خرابې پيړۍ نه وساتئ.“
خپله ساده لار پرېږدئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ، او د پوهې په لار تلل وکړئ.“
اے زما خلقو د هغۀ نه رابهر شئ. د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د هغه ځائ نه منډه کړئ. او د مالِک خُدائ د سخت غضب نه وتښتئ.
اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“
اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟
په دې زناکاره او ګناهګاره زمانه کښې څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغوئ نه وشرميږى کله چې هغه د خپل پلار جلال کښې د پاکو فرښتو سره راشى.“
چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى.
خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“
خو نور هم ډېر کارونه دى چې عيسىٰ کړى وُو، کۀ چرې دا ټول ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چې په ټوله دُنيا کښې به د هغه ليکلے شوو کتابونو ځائ نۀ وے.
او هغۀ مونږ ته دا حُکم وکړو چې خلقو ته زما بيان وکړئ او دا ګواهى ورکړئ چې هم دا عيسىٰ دے چې خُدائ پاک د ژوندو او مړو دپاره د منصف په طور مقرر کړے دے.
يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو.
بيا پولوس بالاخانې ته وختلو، او د عشاء ربانى د روټۍ ماتولو نه وروستو يې د هغوئ سره تر سحره پورې خبرې وکړې او بيا هغه رُخصت شو.
کله چې هغۀ په هغه علاقو کښې سفر کولو نو ايماندارانو له يې ډاډګيرنه ورکوله او هغه بيا يونان ته راغلو،
ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
يو زلمے چې يوتخوس نوم يې وو، په کړکۍ کښې ناست وو. د پولوس د خبرو په اوږدېدو سره خوب ورله جوټه ورکړه، او چې خوب يوړو نو د درېم چت نه ښکته زمکې ته پرېوتو. چې راوچت يې کړو نو هغه بيا مړ شوے وو.
هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.
نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے.
نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.
زۀ به يو ځل بيا هر يو کس ته دا په تاکيد سره ووايم، کۀ څوک خپل ځان سنت کړى نو هغه به بيا ضرور د شريعت په ټولو حکمونو پوره عمل کوى.
نو زۀ تاسو ته په مالِک کښې په سختۍ سره دا خبره کوم چې تاسو نور د غېريهوديانو په شان مۀ اوسېږئ، لکه څنګه چې هغوئ په خپلو باطلو خيالاتو کښې اوسى.
خو تاسو بېوفا يئ او د دې لائق نۀ يئ چې د هغۀ خلق شئ، تاسو ګناهګار او دوکه باز قوم يئ.
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
څنګه چې تاسو ته پته ده چې مونږ تاسو هر يو سره داسې سلوک وکړو څنګه چې يو پلار د خپلو بچو سره کوى،
د خپل ځان او د خپل تعليم ډېر خيال کوه او پرې قائم پاتې شه ځکه چې په داسې کولو به تۀ د خپل ځان او د خپلو اورېدونکو د خلاصون سبب شې.
ما د سيلوانوس په وسيله چې زۀ يې ايماندار ورور ګڼم دا ورکوټے خط وليکلو چې تاسو له تسلى درکړم او د دې خبرې ګواهى وکړم چې دا د خُدائ پاک حقيقى فضل دے او په دې قائم پاتې شئ.