36 نو ځکه دې ټول بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې کوم عيسىٰ چې تاسو په سولۍ کړے وو خُدائ پاک هم هغه مالِک او مسيح کړو.“
اے د يعقوب اولاده، اے د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه وخت راروان دے چې کله زۀ د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، هغه وخت راتلونکے دے چې زۀ به خپله هغه مهربانه وعده پوره کړم چې کومه ما د يهوداه او د اِسرائيل سره کړې وه.
زۀ به مِصر، ادوم، عمون، موآب او هغوئ ته څوک چې په دشتو او ميرو کښې اوسيږى سزا ورکړم، او ورسره به بنى اِسرائيل ته هم سزا ورکړم. ځکه چې د ټولو بُت پرستو قومونو په شان، د دوئ زړونه هم مالِک خُدائ ته وقف نۀ دى.“
نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ، مالِک خُدائ د دوئ خُدائ پاک، د دوئ سره يم، او دوئ، د بنى اِسرائيلو قوم، زما خلق دى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
نو په دې وجه بنى اِسرائيلو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے بنى اِسرائيلو دا ستاسو دپاره نۀ دى کوم څيزونه چې زۀ کوم، خو دا زما د مقدس نوم په خاطر دى، د کوم چې تاسو په نورو قومونو کښې بېحرمتى وکړه چرته چې هم لاړئ.
زۀ غواړم چې تاسو په دې خبره پوهه شئ چې دا زۀ ستاسو دپاره نۀ کوم چې ګنې تاسو د دې حقدار يئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. اے بنى اِسرائيلو، د خپلو عملونو او کردار په وجه په شرمونو وشرمېږئ.
تاسو به ښار ته د جائيداد په توګه درې کيلوميټر پلنه او دولس نيم کيلوميټره اوږده علاقه ورکړئ، د مقدسې حصې سره خوا په خوا، دا به د ټولو بنى اِسرائيلو وى.“
”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.
نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے.
ترڅو چې ستا دشمنان ستا تر پښو لاندې کړم.“
هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.